تبليغاتX
څو شېبې وخانده خو مرګ په ياد لره

خوشالي نسته مدام غم دی   مېرات سې غمه په خندادې تېرومه

ټوكماردې په ټوله ښكلي اوپښتنه مينه هركلئ كوي

[دشلغمو كڅوړه
دټوكمار كورنۍ
دټوكمار زېرمتون
ورځني پيوندونه
لينكونه
دټوكمارليدونكي ياران

راسه مېلمه په خېر راغلې

Visit Cute-Spot.com!

ددوستانولوګووي
لارښود
<

راشه د خلکو سره کیښنه.

  

یو سپاهي ته یې وویل :ولی جګړې ته نه ځې؟ هغه ویل :په خدای دي مې قسم وي یو تن له دوښمنانو نه  نه پېژنم او هغو هم ما نه پیژني؛ موږ څرنګه دوښمنان شولو؟

یو عرب یې خلیفه ته بوت .هغه ولید خلیفه پر تخت ناست دی.
عرب خلیفه ته و ویل: سلام علیکم یا الله
خلیفه  وویل :زه الله نه یم.

عرب بیا ورته  وویل: سلام علیکم یا جبراییل
خلیفه ورته   وویل: زه جبراییل نه یم.

عرب و ویل: الله نه یې، جبراییل نه یې، نو ولې هلته پورته ناست یې ؟ راشه د خلکو سره کیښنه.




|لينك مطلب| ليكنه داړخه د ټوکمار په او ساعت
جل جلا له

 دوه روژه تيان چي سخت يې لوږي پرنس غلبه کړې وه
دځان تيرايستلو لپاره يو پلان جوړکړ چي اول کس به دوهم ته ويل

چي ته او خداي ته اوقران که به دانارو درختي ته نه ورخيژي کله چي

 هغه ورپورته سو نو بيا يې ورته وويل چي انار وخوره اول نفر ورته چي نه زه يې نه خورم اول ورته وايي چي ته اوخداي اوقران که به ي یي نه خورې هغه به مجبورسی اوهمداسی به وکری 
نو بيابه دوهم کس همداسي قسم ورکوي ترڅوخداي ته مسوله نسي
کله چي لمړي کس داسي وکړه دوم کس سر نه خلاسوي اول کس ته سخت درد ورغلي چي ولي ماته قسم نه راکوي نو يي ودرختي ته لفتی کش کړي هغه دوهم ورته وایی چي څه کوي ليونی سوي؟ 

ده ورته وويل: (جل جلا له )نو داسي سخت قسم څوک چاته ورکوي مجبوردي کړم چي انار وخورم




|لينك مطلب| ليكنه داړخه د ټوکمار په او ساعت
داهم طالع دبجنگان پېرزوينه

 

بيلډينګ او ددروازي هارنګ

يو وخت يو څو چرسيان سره روان وه رنګارنګ بيلډينګونه (منزلونه) يي وليدل نو يو اوبل ته يي وويل چي موږ به هم يو دري پوړه بيلډينګ جوړه وو نويو اوبل ته يي چيچوغاړه ورکړه دوي دري کسه وه اوسر پر سر سره ودريدل که ګوري چي هغه د لاندي نپر څخه ګوز ولويدي د سر نپر پر راږغ کړه چي تر اوسه يي ډير کارونه پاته دي تا بيا ددروازي هارنګ ورولګوي

  راليږونکي بابي نصرت

  دا دي نو پكښې وي

            يوه سړي د خپل ملګري څخه پوښتنه وكړه چي دغه زموږ ګاونډى څرنګه سړى دى؟

            هغه ورته وويل چي د ده مور او خور ... ډېر بد سړى دى.

            بيا ده ورته وويل چي زه يې وينم خو ډېر ښه سړى دى او د خلكور سره ښه صادقانه او شريفانه وضعيت كوي.

            ده ورته وويل چي هو ډېر ښه سړى دى.

            بيا يې ملګري ورته وويل چي تا خو مخكي ويل چي هغه ډېر بد سړى دى؟

            هغه جواب وركړ چي دا دي نو پكښې كي وي.

 

دا د سرخانه مي اوس چپه كړه

            يو سړى د يو چرسي كوټې ته ورغى، چرسي ورته وويل چي زه ډېر ښه سړى سوى وم نور مي ټوله نشې پرې ايښي دي او د ټولو بدو كارو او نشو څخه مي توبه كښلې ده.

            دې سړي ورته وويل چي دا د كوم وخته څخه را په دې خوا؟

            ده ورته وويل چي هغه دى دود يې پورته كېږي اوس مي سرخانه چپه كړه.

 

زه دي مور په دې يو ډول نومونو ...

            يو سړى په يو سړي پسي چي نوم يې ځني هېر سوى و ګرځېدى، و يوه كلي ته ورسېدى او هلته يې د يوه سړي څخه پوښتنه وكړه چي دغسي يو سړى مي په كار دى.

            هغه ورته وويل چي علي ګل نومېږي؟

            ده ورته وويل چي نه.

            بيا هغه ورته وويل چي عبدالكريم يا خانګل خو نه نومېږي؟

            بيا ده ورته وويل چي نه.

            په پاى كي بيا هغه ورته وويل چي نورالدين، علي محمد او يا رمضان خو به نه نومېږي.

            ده ورته وويل زه دي مور په دې يو ډول نومونو ...

 

كافر سوې

            يو سړى و مسجد ته ور ننووت كه ګوري يو سړى د يوه هلك سره بوخت دى، سړي چي ورته وكتل پر تو يې كړل او وې ويل چي لعنت دي وي درباندي.

            هغه سړي جواب وركړ چي پام كوه چي په مسجد كي دي تو كړل كافر سوې.

 

تانكيو ادم خان thank you

            يوه سړي و بل سړي ته كيسه كوله چي يوه الوتكه مي په اسمان كي وليدله چي كږه وږه كېدله، پوه سوم چي تېل يې خلاص كړي دي او پيلوټ يې هم انګرېز دى نو لاس مي ورته وښوراوه. هغه هم الوتكه راكښته كړله زما سره هم په اشټوپ كي تېل وه هغه مي ور واچول. الوتكه بيرته والوتل او پيلوټ يې راته وويل چي thank you    ادم خان.

            هغه سړي ورته وويل چي ښه دا نوري خبري خو دي ټوله صحيح دي دغه راته ووايه چي دا ستا نوم يې څنګه زده و؟

            ده ورته وويل ځه ځه تا ته چي هم څوك كيسه كوي د هغه مور ...

د بي غيرتي په پلمه د شرم بهانه کول

غله د يوشخص کور ته ورغلل کله چي د کور خاوند په خبر سو چي کور ته يي غله راغلي نو سمدستي د غلوڅخه پټ سو کله چي غلو کور پلټي (کتي)که ګوري چي يو شخص د شيانو لاندي پټ دي نو پوښتنه يي ځني وکړه چي څوک او څه کوي ده په جواب کي ورته وويل چي دکور مالک يم او ستاسو څخه پټ يم هغه حيران سوه او پوښتنه يي ځني وکړه چي ولي؟ د په جواب کي ورته وويل چي زه ستاسو څخه شرميږم هغو پوښتنه ځني وکړه چي ولي زموږ څخه شرميږي ؟ ده ورته وويل چي  زه په کور کي هيڅ شي نه لرم چي تاسو يي يوسي نو پدي خاطر ستاسو څخه پټ او شرميږم.

 راليږونکي رحيم شاه             




|لينك مطلب| ليكنه داړخه د ټوکمار په او ساعت
وهغو یارانو ته چې دواده په تمه ناست

وهغو یارانو ته چې دواده په تمه ناست

او یا دواده له ستر نعمت نه برخمن سوی

 دهغو لپارهواده په نړيوالو متلونو کې

 
١- د واده کولو پر مهال تر ټولو ډېره مشوره دې د غوږونو سره وکړه نه د سترګو سره  (آلماني متل)
٢ هغه څوک چې د پيسو لپاره واده کوي، په اصل کې نوکري ته ځي. (فرانسوي متل)
۳-  د زوم تکړه والی دهغه د مټ د وړتيا پورې ده. (چينايي متل)
۴-  هغه ښځه نېکبخته ده، چې د خپل مېړه مننونکې وي. (يونانی متل)
٥-  عقلمنده يا پوهه ښځه د بې پيسو زوم سره ښه جوړيږي.نګرېزي متل)
٦- مطيع ښځه د خاوند د زړه مننونکې ده. (انګرېزي متل)
٧- ښځه او مېړه که يو بل خوښوي نو په يوې ويجاړې ګنډوالې کې هم ژوند کولی شي. (آلماني متل)
٨ بدرنګه او پوه يا عاقل زوم د تنبل  ښکلي زوم څخه ښه ده. (لهستانی متل)
٩-  پوه انجلۍ غريب ځوان ته د  شتمن زوړ په پرتله لوړاوی ورکوي. (اېټاليايي متل)
١٠ چې زوم نه شولې نو د يوې شپې د خوښۍ او د عمر د بد اخلاقۍ څخه محروم شوی يې. (فرانسوي متل)
١١-  دوه ډوله ښځې شته دي، چې د يوې سره شتمن کيږي او له بلې سره دې غريبي لمن نيسي. (اېټاليايي متل)
١٢- د يو شي د اخيستلو په مهال د هغه نورو برخو ته هم ښه وګوره او د ښځې کولو په مهال د هغې (ناوې) د مور په اړه ښه پلټنه وکړه. (ازربايجاني متل)
١٣- د ښځې د پيداکولو لپاره د يوه پايزار زړول ارزي. (چينايي متل)
١٤-  تاک د ښې ځمکې څخه او ښه انجلۍ د ښې مور څخه وټاکه . (چينايي متل)
١٥-  که غواړې چې دخپل مېړه واک په لاس کې ونيسې د هغه د خېټې اختيار ونيسه.

(هسپانيايي متل)
١٦-  که چېرې ښځې وغوښتل چې د پيسو لپاره د هغې خاوند شې ، له هغې سره واده وکړه، خو خپلې پيسې ورڅخه لرې وساته. (ترکي متل)
١٧- واده د ژوندانه د مهمو او ارزښتناکو قرادادونو څخه شمېرل کيږي. (ماری آمپر)
١٨- واده د هنډوانې په څېر ده، چې کله ډېره ښه وي او کله بيخي خرابه. (هسپانيايي متل)

١٩- زر واده کول غټه تېروتنه ده او ډېر په ځنډ واده کول تر ټولو ستره تېروتنه ده. (فرانسوي متل)

 ٢٠-  واده کول او واده نه کول دواړه د پښېمانۍ سبب ګرځي.. (سقراط)
٢١-  واده د يوې جنګي نقشې په ډول ده، که په کې ډېره کوچنۍ تېروتنه هم وشي، د هغې جبران کول به نا ممکن وي. (بورنز)
٢٢-  کوم واده چې د پيسو لپاره کيږي هغه د پيسو لپاره له منځه هم ځي.(رولاند)
٢٣- واده کول تل مينې ته د پای ټکی کېښودل دي. (ناپليون)
٢٤-  که څوک د خپل ژوند د ملګرې په ټاکلو کې دقت ونه کړي په حقيقت کې يې د دوو خلکو ژوند بد مرغه  کړی. (محمد حجازي)
٢٥-  د مور او پلار ټاکنه زموږ په لاس کې نه ده،خو کولی شو، د خپل مېړه او يا هم خپلې ښځې مور او پلار په خپله وټاکو.. (مېرمن پرل باك)
٢٦-  له هغې ښځې سره واده وکړﺉ که نارينه وای نو ستاسو به تر ټولو ښه ملګری وای. (برډون)
٢٧- د خپلې ښځې سره د يو کتاب په څېر کړنې وکړی او خسته کن فصلونه يې هېڅکله هم مه لولی.ا . (سونی اسمارت)
٢٨-  د يو نېکمرغه ژوندانه لپاره سړی بايد کوڼ وي او ښځه بايد ګونګه.. (سروانتس)
٢٩-  واده کول د جنګ ته تللو څخه هم ډېر زړورتيا غواړي.(كريستين)
٣٠- د واده کولو څخه تر يو کال پورې ښځه او مېړه د يوه او بل نېمګړتيا نه ويني. (اسمايلز)
٣١د واده وړاندې خپلې سترګې خلاصې کړی او وروسته تر واده خپلې سترګې وتړی. (فرانكلين)
٣٢-  کور پرته له ښځې ګور ده. (بالزاك)
٣٣-  د مينې يوازينۍ درملنه واده کول دي. (آرټ بوخوالډ)
٣٤-  واده کول هغه پيوند ته ورته دي، چې د يوې ونې څخه يې بلې ونې ته ورکوي که هغه پيوند ښه ولګيږي نو دواړه ونې ژوند کولای شي او که بد نو دواړه مړه کيږي. (سعيد نفيسی)
٣۵-  واده کول د دريو اونيو ملګرتيا، دريو مياشتو مينه، د دريو کالو جګړه او د دېرشو کالو زغمل دي (ټن)
٣٦-  خاوند د کور (مغز) او ښځه د کور (زړه) ده.(سيريوس)
٣٧-  مينه د واده کولو سباوون دی او واده کول د مينې ماښام ده. (بالزاك)
٣٨-  مخکې تر واده مې د اولادونو په اړه شپږ نظريې درلودې، خو اوس شپږ اولاده لرم او هېڅ نظريه نه لرم. (لرډ لوچسټر)
٣٩-  هغه کسان چې زيار باسي تر څو ښځې وپيژني، يوازې به د ښځو سره په واده کولو بريالي شي. (بن بيكر)
٤٠-  د واده کولو سره نارينه په خپل تېر شوي وخت کرښه باسي او ښځه په خپل راتلونکي کرښه باسي.  (سينكالويس)
٤١- رښتيني خوښۍ د واده کولو څخه وروسته تر لاسه کيږي. (پاستور)
٤٢-  په هره توګه چې وي واده وکړﺉ،  ځکه چې  که مو ښه ښځه په برخه شي نو ډېر به نېکمرغه ياست او که مو بده ښځه په برخه شوه نو يو لوی فيلسوف به درنه جوړ شي. (سقراط)
٤٣- جنګ ته د تللو څخه مخکې ځانته دوه ځلې دعا وکړه او د جينۍ د غوښتلو څخه مخکې درې ځلې ځانته دعا وکړه. (د لهستانی د پوهانو څخه)
٤٤-  د خاوند منونکې اوسه، تر څو د هغه خوښه شې.  (كارول بيكر)
٤٥- زه يوازې د هغه چا سره واده کوم، چې لرغون پېژندونکی وي، ځکه چې که هر څومره زړېږم نو هغه ته به هغومره د منلو وړ کيږم او د هغه به خوښېږم. (آگاتا كريسټی)
٤٦-  هر څومره چې متاهلان (واده شوي) ډېر شي هغومره به جنايتونه کميږي.. (ولټر)
٤٧- هېڅ شی هم د نارينه غرور نه لوړوي،پرته د واده کولو، ځکه چې سړی تل ښځه خپل ځان پورې اړونده ګڼي. (جانسون)
٤٨-  ښځه د يوه غريب سړي سره واده کول غواړي او نه غواړي له هغه چاسره واده وکړي، چې ښه اورېدونکی نه وي. (كينهابارډ)
٤٩-  د يوه انسان اصل او نسب هغه وخت پېژندل کيږي، چې د يوې کوچنۍ مسلې پر سر ستونزه راولاړوي. (شاو)
٥٠-  کله چې د خپل واده لپاره ډېر مصرف وکړنو يوه شپه به مېلمانه خوشحاله کړﺉ خو ځان به د ټول عمر لپاره نا ارامه کړې.  (ايرلنډي ورځپاڼه چلوونکی)
٥١هېڅ ښځه د خدای (ج) د رضا  لپاره د نارينه سره واده نه کوي. (اسکاټلنډي متل)
٥٢که په قرض زوم شوې نو په خندا خدای په اماني وکړه. (الماني متل)
٥٣تر هغه پورې دې چې واده نه وي کړی نه شې کولای تر څو د واده په اړه خپل نظر څرګند کړې. (شارل بوډلر)
٥٤د واده دوام موندل يوه برخه مينه او نهه برخې بښنه ده.  (اسکاټلنډي متل)
٥٥واده کول د نارينه د تکامل لپاره يوه پديده ده.  (سانسګريتي متل)
٥٦له واده مخکی مو سترګی پرانيزیء او له واده ورسته پری کتل وکړﺉ .(حجازي)

٥٧واده د دوو کسانو ترمنځ هغه قرارداد ده، چې په تولې نړۍ کې د منلو وړ ده.

(مارك ټواين)
٥٨واده کول د و خوندونو هغه  ټولګه ده، چې د تريخوالی، تريووالی، خوږوالی او پيکه توب سرليکونه يې په خپله لمن کې رانغښتي دي. (ولټر)
٥٩واده کول او نه کول دواړه د پښيمانۍ لامل دي.

 

 ستانکزی

 




|لينك مطلب| ليكنه داړخه د ټوکمار په او ساعت
بش كاكا وكرزي ته په ډين كي چكر وركوي

 

بش كاكا وكرزي ته په ډين كي چكر وركوي

بوش کاکا رخشه چلوي کرزي رخشه چلوي

ښه ښه اوس پوه سوم زه حيران وم چي دا په سلګونو سلګونو مظلوم افغانان چي مري دا کرزى صاحب  ولي سر نه حلاصوي  دا سي ښکاريده چي غوږونو دي کار پري اښى دى  خو اوس پوه سوم چي تا ته خو بوش کاکا په رخشه کي چکر درکوي  په دغه يې راضي کړى يې

د دوو پر دريمه امريکاته روان يې ولس په دې غولوې چي تا سوته مرسته راوړم نور نو هلته په رخشه کي چکرونه وهې  ئي رب تعالي دي ځوانمرګ که

http://helmand.blogfa.com/ نه به مننه   احمد شاه پاڅون




|لينك مطلب| ليكنه داړخه د ټوکمار په او ساعت
تيره اونۍ

تيره اونۍدافغانستان دهوا حالات

تيره اونۍدافغانستان دهوا حالات دومره چې په روانه اوونۍ کې وو هومره بد هم نه وو. په کندهار کې چاودنه نه بلکې چاودنې وشوې ، په نورو دانه مانه ولاياتو کې هم وشوې خو  هغه  ټولې په ناغلطۍ سره وې .  په کابل کې خير و خيريت و . غلا ملا، مرګ ژوبله، قتل متل شکر داشيان  اصلاً شته نه هر څه د اسلام د احکامو مطابق د يونيفورم داره  ټوپکيانو او امريکايانو تر کنټرول لاندې دي . يوازې په دې ګڼه ګوڼه  بې دره اوبې دربانه څو ميليوني ښار کې يو سړک پاتې وو هغه هم پر خلكو باندې بند شو. د خلكو او موټرو نه ﻻر او ګودر ورک وو . خو دا دومره لوی مشکل نه و   اوويل کيږي چې دا مشکل به ژر حل  شي خو که ورسره نورې ﻻرې بندې شوې نو په هغه کې رای مه وهئ .
     په دې اونۍ کې کرزي صاحب امر وکړ چې  دده د کابينې ټولې وزارت خانې چې هر څه يې چور کړي او هر څومره ډالر  چې يې د مرستو نه غلا کړي او يا رشوتونه يې اخيستي دي يک په يکه او ډالر پر ډالر بايد خلكو ته حساب ورکړي چې بيامو غاړې بندې نه شي . هغه دا هم ويلي دي چې ددې حساب کتاب راپوربه تر څو چې د چورسالارانو پارلمان جوړيږي هغه به بوش او بلير ته  واستول شي  او يوه کاپي به يې  د چورخانو   مشرمولوي صاحب ته هم ولېږدول شي چې په حساب کتاب کې کومه بې ايماني او درغلي نه وي شوې !
      کرزي صاحب  خلكو ته دافغانستان پر  حالاتو باندې هغوۍ ته ډاډ ور کړ او زياته  کړې يې ده چې خير دی چې تر اوسه مې ملي سرود نه دی را يستی خو زه داسې سست و پست ريئس جمهور نه يم زه امريکا   کښېنولی يم هر کارپر خپل وخت او په ډېر متانت سره کوم  او هرڅه او ټول ولايتونه زما تر کنټرول ﻻندې دي امريکايان هېڅ دخل نه پکې لري!

       په امنيتي لحاظ هم داسې کومه خاص څه نه دي پېښ شوي صرف په ارزګان کې يو څو تنه پوليس په خطايي ټکانو سره ووژل شول او په پکتيا کې په سهوه سره دوه امريکايان ووژل شول او يو څو نور هم ټپيان شول . ددې کار پړه هېڅ چا پر غاړه نده اخيستې خو پوځي چارواکي وايې چې دا کار که طالبانو نه وي کړی نو يو چا خو به ضرور کړی وي ! ارزګان بمبارد او د خاورو خاکه شو او يو څو دانو ټانکرو ته هم په ناغلطۍ سره اور واچول شو.رښتيا په کنړو کې هم ډېر درانه عمليات نه دي  تر سره شوي او په هلمند کې هم حالات دومره زيات د اندېښنې وړ نه وو صرف د څلورو تنو سرونه پرې شوي پيدا شول  او دوالي پر موټر باندې په سهوې سره يو ناکامه بريد وشو بالا چې هغه هم په  خير تير شو بالا خير و خيريت دي .
     خو د خوښۍ ځاې دا و چې  په تېره اوونۍ کې کومه چورلکه په ناغلطۍ سر په درخته کې نه ده بنده شوې او د تخنيکي ستونزو په خاطر يې  نه په هوا کې اونه پر مځکه باندې   خړوسکي   باد شوي  او اور يې هم نه دی اخيستی !
      رښتيا دا مې هېر شو چې ووايم پرموږ باندې تر دا تېرې اوونۍ پورې پاکستان  تېل خرڅول، خو اوس مشرف وايې چې د هغه راهيسې چې دافغانانو سره د هغوۍ دناوړه سلوک په خاطر پر موږ باندې په کشمير کې د خداى ټکه ولوېدله نو موږ اوس تيل څه چې غول ﻻ هم نلرو!  هغوۍ افغانانو ته لاس اوږد کړی دی او وايي چې يو ليټر مېټر تيل که مو پيداکړه دې خواته يې را واستوئ  !
     ددې سره سره د ژمي په رارسېدو سره کابليان هم  ډېر وارخطا شوي دي او وايي چې برق اوتيل چې نه وي نو درختې مرختې خو ﻻ دپخوا نه درېښو نه ايستل شوې وې، هغوۍ وايي چې  موږ به په دې ژمي کې په څه شي ځانونه ګرموو. خو يو مسئول چارواکي دباوري منبع په حواله د کابل  ښاريانو ته ډاډ ورکړی دی چې دوۍ دې وار نه خطا کوي د سرينا په پنځه ستوري هوټل کې دهغوۍ غم خوړل کيږي او هرڅه به که خداى کول ورته برابر شي!  خو که ورته برابر نه شوه نو په عوض کې به موږ دموکراسي ورکړو او هغوۍ به دا حق ولري چې پر چارواکو نيوکې ونيسي!




|لينك مطلب| ليكنه داړخه د ټوکمار په او ساعت
په کابل کې د چرګو او

 په کابل کې د چرګو او چرګانو مظاهره

    

  دهغه خبر نه څو شېبې وروسته چې په کابل کې د عامې روغتيا دوزارت لخوا اعلان  او په هغه کې دا اندېښنه ښکاره سوه  چې د افغانستان د فضا نه د وحشي مرغانو د کوچېدو په حالت کې به ښايې چې د مرغانو د انفلونزا مرض په افغانستان خپور سي ، په کابل او دهغه په شاوخوا کلو کې مېشته چرګو او چرګانو په داسې حال کې چې د طالبانو د بريد له وېرې چرګان دمخه او چرګې په پسې وې ،يوه درنه مظاهره وکړه .  هغوۍ چې د مرګ پر امريکا او مرګ پر مرغي انفلونزا شعارونه يې دځانه سره وړل د عامې روغتيا د وزارت نه تېر او د ارګ دماڼۍ په وړاندې ودرېدل او د ښاغلي کرزي نه يې د يوې اعلاميې په خپرېدو سره دهغه نه وغوښتل چې برادره څه خوشې ټوکې خو نه دي،بازي بازي د چرګانو د ژونده سره هم بازي! هغوی اذانونه ورکول چې زموږ ژوند په خطر کې دی ان د مړو چرګانو واردات لا پردې هېواد باندې بند سول  اوته ناځوانه ﻻ كرار ناست يې خپل چرګان خورې او هيڅ چرت دې په موږ نه دی خراب!  آخر ددې خبرې پاى به څه کيږي؟. هغوۍ بس همدا چيغې  وهلې چې زموږ غم بايد وخوړل سي کنه په کابل کې که د چرګ خورو غوښې کمې سوې نو  موږ په نس وږي او په تن لوڅ بې زبانه چرګان يې مخه نسو نيولاى ! هغوۍ دامريکايي  پوځي ځواکو نو پر ضد هم شعارونه ورکول او په دې اړوند يې د هغوۍ نه د مرستې او ډاډګېرنې غوښتنه کوله . چرګو او چرګانو دديموکراسۍ د مفاداتو نه په استفادې سره په يوه سلا  داخبره  و امريکايي ځواکونو ته په ډاګه کړه چې تاسو  چې دلته راغلي ياست که زموږ امنيت نه  سئ ساتلاى لږ تر لږه خو په موږکې دمرضو دخپرېدو مخه و نيسئ!!!
مظاهره نن ماپښين د چرګانو په ډله ايزو اذانو  سره په داسې حال کې د وېرې او ډار په فضا کې پاې ته ورسېده چې د ټروريستي حملې دډاره يې پر سر باندې   د
B-52   طيارې په هوا کې ګرځېدې .

 موســـــــــــــــــکا    




|لينك مطلب| ليكنه داړخه د ټوکمار په او ساعت
سیو هغه ده تیره سوه

يو وخت په يوه درخته كي يو څو چرسيان ناست وه نو كله چي دوي ښه ځانونه ماړه كړه نو باغوان ورته وويل چي راتاسي چي ځو او زه د باغ دروازه تړم دوي ورته وويل چي نه تاكيږو هغه ولاړي هغه د وخت مئوظف عسكر ته يي خبر وركړي چي دلته يو څو نپره دي او د باغ څخه نه راوځي او كله چي هغه راغي او ويي كتل چي دوي ټوله په درخته كي لوړ ناست دي نو  يي ورته وويل چي راتاسي دوي ويل چي نه راتاكيږو نو عسكر چي توپك پر برابر كړي او يو ډز يي پروكړي يو لاندي راولويدي اوچي دويم ډز يي پر وكړي نو هغه دويم دانه لاندي راولويدي او پر هغه دريم چي يي ډز وكړي اوهغه سمه نه وو نشه نوورته وويل چي (سيو)هغه ده تيره سوه

                                     راليږونكي نعمت الله استاد




|لينك مطلب| ليكنه داړخه د ټوکمار په او ساعت
په خپله

په خپله ناروغي

يو سړى په اعدام محكوم سوي ؤ قاضي ورته وويل چي تاته يواختيار در كول كيږي هغه داچه په كوم شي باندي دي مرګ شي يعني په په دار ، مرمۍ ، اور ، اوبو  او كه بل كوم شي؟ ده ورته وويل كه دغه واك په رشتيا راكول كيږي نو په خپله ناروغي .


|لينك مطلب| ليكنه داړخه د ټوکمار په او ساعت
د تالاندي او باران تر مينځ توپير

يوه وخت څلور نشيا ن په يوه كلي كي او سيدل ژمي را نژدي شو دوي ټولو سره وويل چي با يد د ځا ن د پا ره يوه خيمه جو ړه كړو نو ټول لاس په كا ر سول چا لرګي را ټول كړل او چا نور شيان را ټول كړل  باالاخره خيمه جوړه سوه نو پدي څلورو نشيا نوكي يوه نشي  هغه بل نشي ته وويل چي ته ورشه ورو خيږه با را ن پر وكړه چي څڅيږي خو به نه؟ كله چي هغه ورو ختي نو ګوز ځيني ولويدي هغه بل نشي ورته وويل را تا سه د ناځوانه ځو ما درته وويل چي با ران پر وكړه خو تا تالنده پر وكړه .

 

را ليږونكي پښتون نصرت   

 

 




|لينك مطلب| ليكنه داړخه د ټوکمار په او ساعت
سيټ ډاون او سټنډ اف

په يوه كلي كي يو نپر اوسيدي چي صرف يي په په انګليسي كي زده كړي وي چي سيټ ډاون او سټنډ اف

خو خلكو ته به يي ويل چي زما پوره انګليسي ژبه  زده ده يو وخت د يو خيريه موسسي كاركوونكي نوموړي كلي ته ورغلل كاركوونكي ټوله خارجي اتباع وه چي په انګليسي ژبه يي خبري كولي څوك يي په خبرو نه پوهيدي خلګو وويل چي هغه پلاني نفر راوغواړي چي خبري ورسره وكړي ځكه چي هغه يي په خبرو پوهيږي نو كله چي  يي هغه كس راوغوښت چي په انګليسي ژبه پوهيدي نو خارجيانو ته يي وويل سيټ ډاون هغو فكر وكړ چي داسړي يو څه راته وايي نو ټوله كښيناستل بيا نوموړي سړي ورته وويل سټيند آف خا رجيان بيا ولا ړ شوه لكه څرنګه چي ددي سړي يوازي  دغه دوه لغا تونه زده وه دوهم ځل يي پيا ورته وويل سټ ډاون خا رجيا نو ته درد ور غلي او را ولا ړ سوه سړي يي په چكه ووهي دكلي خلګو پوښتنه  ځني وكړه چي ولي يي په چكه ووهلي هغه سړي ورته وو پل په دي خا طر يي وو هلم چي دوي ويل چي ستا دومره انګليسي زده ده نو و لي په كلي كي ژوند كوي  ښار ته ولاړسه 

                                                                    راليږونكي سخي داد رحيمي

 

 

 




|لينك مطلب| ليكنه داړخه د ټوکمار په او ساعت
وكيل صاحب ستا خبره خو هم

وكيل صاحب ستا خبره خو هم هيڅ سول

يوه سړي چي هيچا ښځه نه وركوله و يوه وكيل ته ئي وويل چي يو ښځه ور پيدا كړي وكيل هم لاس په كار سو يوې كونډي ته ئي په څو څوځلي وويل چي د هغه فلاني سړي شى ډير غټ دى ښځي ته دې خبري خوند وركړ د وكيل سره ئي د واده په هكله موافقه وكړه كله چي وكيل ښځه و هغه سړي ته ور واده كړه څه وخت وروسته ښځه وكيل وليدله نوښځي به خپله دلاس كوچنئ ګوته ورته پورته كړه او وبه ئي ويل چي وكيل صاحب ستا خبره خو هم هيڅ سوه.




|لينك مطلب| ليكنه داړخه د ټوکمار په او ساعت
مائي سر ور

مائي سر ور كوږ كړى دى

يوه سړي ډيره ښكلي ښځه درلوده چي مسجد ملا هم ليدلي وه نو يوه ورځ هغه سړى پر بولو ناست ؤ كله چي را ولاړ سو ملا وليدئ او ورته ئي وويل كه ته مخامخ و قبلې ته پر بولو ناست وي نو كافر سوي. سړي ورته وويل چي څنګه دا كار جبيره كړم؟ ملا ورته وويل چي ښځه دي د يوڅو ورځو دپاره طلاقه كړه او بيا به ئي بيرته ځانته نكاح كړې هم دغه يوه لاره سته . اوس سړي فكر وكړ چي هم دغه ملا ښه سړى دى نو ښځه ئي طلاقه كړه ملا ځانته په نامه كړه سړي چي هر څومره انتطار يوست ګټه ئي ونه كړه ملا ښځه نه طلاقه وله چي يوه ورځ پخپله ملا و قبلې ته مخامخ بولى كوي سړي وليدئ او ورته ئي وويل چي ملاصاحب كا فر سوې . هغه ورته وويل چي مانشي تير ايستلاي ما ئي سر كوږ كړي ؤ .




|لينك مطلب| ليكنه داړخه د ټوکمار په او ساعت
د الست دي كه د ګولو غنچه؟

د الست دي كه د ګولو غنچه؟

يوه سړي و خپل ملګري ته يو اوږد لست وركړ چي نومان پكښي په دې ترتيب وه . محمدګل ، خير ګل ، وزير ګل ، يار ګل ، خيال ګل ، صيا ګل ، باز ګل او داسي نور. ملګري ئي ورته وويل چي دالست دى كه د ګلو غنچه .




|لينك مطلب| ليكنه داړخه د ټوکمار په او ساعت
ډوډۍ

ډوډۍ بي مالګي ده

د يوه سړي ميلمانه راغلي وه نو د ډوډۍ پر وخت د كور خاوند چي د خپلي ښځي څخه ډير ويريدى وويل چي ډوډۍ بي مالګي ده . ښځي ئي مخ پر راواړاوه او ورته ئي وويل چي څه دي وويل؟ دى غلى شو. سهار چي د كوره څخه وتى ښځي ته ئي وويل چي زه خو وايم چي ډوډۍ بي مالګي ده .

 




|لينك مطلب| ليكنه داړخه د ټوکمار په او ساعت
خبرتیا

گرانو يارانو ټوکمارستاسودخوښي له  پاره دی نو خپلي ټوکي  په tokmar.blogfa@yahoo.com راواستوي

 

سهار مي انتن را پورته كوي

يورځ څو ملګري سره ناست وه يوه يو بل ته مخ ور واړاوه او ورته ئي وويل چي سهار ته څنګه را ويښيږې؟ هغه ورته وويل چي د سهار په ازان باندي ويښيږم . بيا ئي د بل څخه پوښتنه وكړه . هغه وويل چي د مرغانو په ريز او نارو را ويښيږم. او په پاى كي ئي ددريم تن څخه پوښتنه وكړه چي ته څرنګه ويښيږې؟ هغه ورته وويل چي دسهار د خوا انتن پورته شي او هغه مي را ويښ كړي.


|لينك مطلب| ليكنه داړخه د ټوکمار په او ساعت
غر په پُرنه پټيږي

 

په ټليفون كي واده

د يوه هلك يوه نجلۍ خوښيدله او پر مين ؤ جرئت ئي نه درلود چي مخامخ ورته ووائي نو په ټليفون كي ئي ورته وويل : ګراني زما بيخي خوښيږي او در باندي مين يم ته غواړي چي واده راسره وكړي؟ نجلۍ ورته وويل چي هو زه غواړم خو ته څوك ئي؟

 

 

ميړه او ماندينه

 يوه سړي خپل ملګري ته وويل چي زه غواړم چي دفلانۍ نجلۍ سره واده وكړم ستا نظر څه شى دى؟ هغه ورته وويل چي زه ددې خبري مخالف يم دا ځكه كه هغه بي عقله نجلۍ غواړي ستا سره واده وكړي دا نو ميړه او ماندينه نشي كيداي .

د نرسي سره نڅا

يوه سړي د يوې ځواني او ښكلي نجلۍ سره نڅا كوله د نڅا په وخت كي ئي ورته وويل چي ته څه كار كوي؟ هغې ورته وويل چي زه نرسه يمه . هلك ورته وويل كاشكي زه دي ناروغ واى او ته مي نرسه! ښكلي نجلۍ په كټ كټ وخندل او وئي ويل دا خبره به بيخي معجزه واى ولي چي زه په زايشكاه كي نرسه يم.

 

 

غر په پُرنه پټيږي

 د يوې ښځي باد پرې سو ددې دپاره چي نوروته ئي بازي وركړي وي نو په خوله ئي شروع كړه پُر، پُر د څنګ ښځي ئي ورته وويل چي خواره سې غر په پُر نه پټيږي.

د لبسرين وهل

يوې نجلۍ خپل ملګري ته وويل چي زه يو ښه عادت او خوى لرم هغه داچه لبسرين نه وهم . ملګري ئي ورته وويل چي ته نشي كولاي دومره وخت خبري ونه كړي او شونډي ونه ښوروې چي لبسرين ووهي.

 

 

بي بالا

 يوه سړي و يوه هلك ته وويل چي ګوره د هر سړي سره دا معامله كوي او زما سره ئي نه كوې؟ هغه ورته وويل ته اوس څه وايه؟ مور ئي غيم چي تر نن پوري ئي د يوه سړي سره كړي وي بي بالا (يعني د ډيرو سره).

 




|لينك مطلب| ليكنه داړخه د ټوکمار په او ساعت
زما دپاره هم يوه څوكۍ

زما دپاره هم يوه څوكۍ خالي پريږدي

درې تنه چي دښځو دلاسه ډير په عذاب سوي وه د بحر په غاړه سره ناست دي يوه ودغه نوروته وويل چي يو بي بريكه موټر به راولو خپلي ښځي به پكښي سپرې كړو ددغي غونډۍ دلاري به ئي د بحر و خواته حركت وركړو چي په دي ترتيب دښځو د جنجال څخه بيغمه كيږو. يو بل سړى چي د دوى څنګ ته ناست ؤ دوى ته وويل چي دا خو جرم دى چي تاسي ئي كوئ. زه دا اوس و پوليسو ته ټليفون وركوم چي تاسي بوزي . دوى ورته عذر او زارئ وكړي او ورته ئي وويل هر شرط چي غواړي موږ ئي در سره منو خو ددې كار څخه تېر شه چي پوليس را خبر نكړې . هغه ورته وويل چي داسي ده نو په هغه موټر كي زما دښځي دپاره هم يو سيټ خالي پريږدى.


|لينك مطلب| ليكنه داړخه د ټوکمار په او ساعت
پيرى او شاپيرۍ

پيرى او شاپيرۍ

يوه سړي د بل څخه پوښتنه وكړه چي ته پيرى او شاپيرۍ سره

 تو پير كولاي سې؟ هغه وويل چي هو هغه بل ورځ زما ښځه د ګاونډي د ښځي سره چي ډيره ښكلي وه ور سره ناسته وه نو پوه شوم چي پيرى او شاپيرۍ څه شى دي


|لينك مطلب| ليكنه داړخه د ټوکمار په او ساعت
زما هم د ياده وتلي دي

زما هم د ياده وتلي دي

 يوه زاړه سړى د يوې ځواني نجلۍ سره واده وكړپه لمړۍ شپه سړى پوښتنه كوي چي ښه زه فكر كوم مور به دي درته ويلي وي چي نن شپه بايد څه وكړو؟ نجلۍ ورته وويل چي نه هيڅ ئي نه دي راته ويلي. سپين ږيري وويل دا عجب كار سوى دى زما هم د ياده وتلي دي چي څه بايد وكړو؟


|لينك مطلب| ليكنه داړخه د ټوکمار په او ساعت
د معلم وهل په موټر باندي

د معلم وهل په موټر باندي توپير نلري

د يوې ښوونځۍ  مخي ته پر يوه تخته ليكل سوي وه چي دخپل موټر سره پام كوئ كه مو زده كوونكي په موټر وواهه په عمري بند به محكوم شئ . يوه شاګرد د هغې تختي لاندي ليكلي وه چي د معلم وهل په موټر باندي څه توپير نه لري.




|لينك مطلب| ليكنه داړخه د ټوکمار په او ساعت
داهم ولوله

زه ددې په خاطر وايم

په يوه كوټه كي درې تنه چي دوه ئي ميړه او ميرمن او بل بيګانه سړى ؤ بيګانه سړي سګريټ څكول ښځي ورته وويل چي دا مه څكوه ولي چي زه اُميد واره (حامله) يم زه د ځان په خاطر نه بلكي ددې خپل نس ته ئي لاس ونيوئ وايم بيا هغه سړي كړكۍ خلاصه كړه ښځي ورته وويل چي هوا سړه ده زه د ځان په خاطر نه بلي ددې كوچنى بيا ئي خپل نس ته اشاره وكړه وايم . يو څو دقيقې وروسته ښځه ويده سوه د خوب په حالت كي ئي مستور ځايونه ښكاريدل سړي ددې وميړه ته وويل چي ورته ووايه چي ځايونه دي پټ كړي ولي چي زه د ځان په خاطر نه بلكه خپل شى ته ئي لاس ونيوئ ددې شي په خاطر وايم. شمشاد دکابل نه 

 

هغه شى چي هم ئي ته لري او هم زه كارځني واخله

يو كليوال سړى چي پدي نورو قصو نه پوهيدئ پلار ئي كوزده ورته وكړه هلك واده ته نه راضي كيدئ په پاى كي ئي پلار وعده ور سره وكړه چي زه در سره مرسته كوم د واده په شپه كله چي ناوي او زوم سره يو ځاي سول پلار ئي ورته وويل چي دغه موبايل ټليفون در سره واخله ځه چي زه درته وايم هغسي كوه. زوي ته ئي وويل  كالي وباسي ، كرار كرار ئي نازوه او مچوه ئي ، لاس ئي پر سينه ور كښيږده، كرار كرار لاندي راځه آخر ئي پلار نسواي كولاي چي د شي نوم ورته واخلي نو ورته ئي وويل چي هغه شى چي زه ئي هم لرم او ته ئي هم لرې كار ځني واخله څو دقيقې وروسته يو لوړ ږغ پورته سو چي وئي كتل ناوي د خوني په منځ كي څلور اندامه پرته ده او موبايل ئي تللى دى بدن ته .شمشاد دکابل نه

 

ستا خبري هم لكه زما د ښځي داسې دي

يو سړى بار ته ولاړى . ښه ئي ځان نشه كړ كه ګوري په بار كي ئي يوه ښځه يوازي ناسته دى ورغى او په غاړه كي ئي لاس ور واچاوه ښځه په درد سره ولاړه سوه او ټينګه چپلاخه ئي سړى پر مخ وواهه سړي معذورت ځني و غوښت او ورته ئي وويل چي ما فكر كاوه چي ته زما ښځه ئي ددې په دې خبره نور هم عصاب خراب سوه ورته ئي وويل پدرلعنته ، بي حيا ، بي شرمه ، حرامزاده او حرامي

 ده چي دا ښكنځل واوريدل په خندا سره ئي وويل چي عجبه خبره ده ستاټولي خبري او ښكنځلي لكه زما د ښځي داسي دي.

اوس نو راباندي اموخته شوي دي

يوې ښځي وبلي ښځي ته وويل چي راسه د سرې او زرغونې لاندي تيرى سو ګوندي نارينه سو.  هغې ورته وويل خواره مه سې كه تر سرې او زرغونې لاندي تيرى هم سواو نارينه هم سو مړونه مو نه پريږدي اوس را باندي اموخته سوي دي.          رالېږونكی شمشاد دكابل څخه




|لينك مطلب| ليكنه داړخه د ټوکمار په او ساعت
دوه پوليسان او يو سپى

دوه پوليسان او يو سپى

په يوه هيواد كي چي به كوم ځاي دوه پوليسان روان وه يو سپى به هم ور سره ؤ يوه ملګري د بل څخه پوښتنه وكړه چي دا سپى ولى ور سره وې؟ هغه ورته وويل دا په دې خاطر ور سره وي چي د دوو بي عقلانو سره بايد يو هوښيار ملګري وي .

 




|لينك مطلب| ليكنه داړخه د ټوکمار په او ساعت
د جنت لارى

د جنت لارى

يوه ملا د وطن دوستۍ په هكله خبري كولې او خلګو ته ئي ويل چي د هيواد د ساتلو په خاطر بايد د سر او مال څخه تېر شئ او په جګړه كي هيڅكله شاته راونه ګرځئ ولي چي د هيواد د ساتلو په جګړه كي كه سړى شهيد سي راسًا و جنت ته ځي او هم دغه د جنت يوازنۍ لاره ده . كومه ورځ يو راكټ راغى چي د خلګو په منځ كي هغه ملا هم شاته راځغلي چا ورته وويل چي ملاصاحب تا خو ويل دغه د جنت يوازنۍ لاري دي ولي منډي را وهي؟ هغه وويل چي جنت ته خو دغه يوه لاره نه بلكي نوري لاري هم سته .




|لينك مطلب| ليكنه داړخه د ټوکمار په او ساعت
دا آخيري پلاده

A cat going cross-eyed trying to look at&nbsp;a fly that has landed on his 
nose.

دا آخيري پلاده

يوه سړي مچان خرڅول او ناري ئي وهلي چي دغه مچان ډير ښه سكس كوي . يوې ښځي يو مچ ځني را نيوئ كله چي ئي كورته يو وړ مچ چي ئي خوشي كړ هغه ولاړ او د كور پر چت كښېنستى بيا نو را نيونكى د مچ خرڅوونكي ته ټليفون وكړ چي مچ هيڅ كاروائي نسي كولاى. د مچ خاوند راغى او د ښځي سره ئي د سكس معامله وكړه او مچ ته ئي وويل چي دادي آخري پلاده نور ئي بايد پخپله ور سره وكړې




|لينك مطلب| ليكنه داړخه د ټوکمار په او ساعت
زه او ته پوهيږو چي هغه ......

زه او ته پوهيږو چي هغه فلم دى

يو ميړه او ميرمن ئي سينما ته تللي وه چي په سينما كي يو غښتلي او جنګي غوئى د خلګو پر لور ور وځغلي. دښځي ميړه هم چي يو ډارن سړى ؤ ځان تر چوكۍ لاندي كړ . ښځي ئي ورته وويل چي څه كوې؟ شرم وكړه دا خو فلم دى. ميړه ئي ورته وائي ښځي زه او ته خو پوهيږو چي دا فلم دى مګر غوئى خو نه پوهيږي.

زه يو سړى پيژنم چي واده ئي ور سره كړى دى

يوې مور خپلي لور ته نصيحت كاوه چي لوري بېځايه مه ګرزه د چاسره جنګ مه كوه ژبه مه چلوه او سپين سترګي هم مه كوه. چي بيا څوك واده نه در سره كوي . لور ئي ورته وويل چي زه داسي يو سړى پيژنم چي ددغسي ښـځي سره ئي واده وكړ . مور ئي ورته وويل چي هغه څوك دى؟ لور ئي ورته وويل هغه زما پلار.

زه ځني تېر يم

يوه سړي دعا كول چي خدايه ماته د هغې دنيا ښې او ښادى راكړي او په جنت كي ښه عالي ځاي مي په برخه كړې او داسي نور . يوه بدرنګه ښځه دده تر څنګ ولاړه وه هغې وويل چي خدايه ماته هم هغه شيان راكړي چي دغه سړى ئي غواړي . سړي چي دا واوريدل داسي ئي ورته وكتل او وئي ويل چي پاكه خدايه كه ئي ودي ته وركوې نو زه ځني تېر يم.

 

ستا هم لكه چي دښځي سره جنګ دى؟

 يو سړى كورته راغلى چي ښځي ئي خواړه نه وه پاخه كړي د ښځي سره ئي جګړه وكړه . ورغى اشپز خانې ته چي ځان ته څه شى پوخ كړي چي المارى ئي خلاصه كړه كه ګوري يو سړى لڅ او بر بنډ پكښي ولاړ دى نو ورته ئي وويل چي څه شي كوي؟. ستا هم لكه چي دښځي سره جنګ دى.

په تليفون كي مچه

د يوه رئس سكرتري چي ډيره ښكلي هم وه ورئس ته وويل چي ستاسي ميرمن ده په تليفون كي غواړي يوه مچه درته دركړي رئس ورته وويل چي زه اوس بوخت يم ته ئي ځني واخله چي زه وزګار سوم بيا به ئي بيرته راكړې .

 




|لينك مطلب| ليكنه داړخه د ټوکمار په او ساعت
كه زه پوهيدلاي چي ..........

 

كه زه پوهيدلاي چي دومره نږدې دى په موټر كي راتلم

 يوه سړي د كابل څخه و هرات په طياره كي سفر وكړ كه ګوري په يوه يا نيم ساعت كي و هرات ته ورسيدى نورو ملګو ته ئي وويل كه زه پوهيدلاى چي دا ټوله د دوو ساعتو لار ده نو زه پخپل موټر كي راتلم.




|لينك مطلب| ليكنه داړخه د ټوکمار په او ساعت
معادلې

شاهوار

معادلې

هوښياره نجلۍ      +هوښيار هلك       = عشق

ساده نجلۍ           +هوښيار هلك       = اړيكه

 هوښياره نجلۍ      +ساده هلك          = واده

 ساده نجلۍ           +ساده هلك          = يوځاي كيدل

 بډايه ښځه             +غريب هلك        =بدبختي

 غريبه ښځه             +بډاي هلك         =خوشبختي




|لينك مطلب| ليكنه داړخه د ټوکمار په او ساعت
وينم ئي چي بايد ...........

وينم ئي چي بايد نه مي واي ليدلى

 يو سړى خپل كورته ولاړئ كه ګوري ښځه ئي د بل چا سره په دا بله معامله بوخت ده. ده ورته وويل چي وينم ئي چي بايد نه مي واى ليدلى.

 




|لينك مطلب| ليكنه داړخه د ټوکمار په او ساعت
ته غواړي چي هلك و خندوې

      ته غواړي چي هلك و خندوې

يو سړي يوه ورځ كورته راغى كه ګوري د خوب په خونه كي ئي غالمغال دى چي ورغى ښځه ئي پر كټ پرته ده وريښتان ئي ګډ وډ دي حالت ئي خراب دى. ده پوښتنه ځني وكړه چي څه خبره ده؟ هغې ورته وويل زړه مي دريږي مړه كيږم دى ډير وارخطا سو د ټليفون و خواته ور روان سو په دې وخت كي ئي زوي چي د څلورو يا پنځو كالو ؤ ورته وويل بابا بابا نادر كاكا لڅ په دغه كنج كي تر پردې لاندي ولاړ دى. ده چي پرده پورته كړه ورته ئي وويل چي ډير ناځوانه سړى ئي او هيڅ فكر نلرې په دې وخت كي چي زما ښځه سكته كوي ته غواړي چي شوخي او ټوكي وكړي او بربنډ ګرځي چي هلك و خندوې . را ووزه ځه دا وخت دټوكو نه دى .

 




|لينك مطلب| ليكنه داړخه د ټوکمار په او ساعت
Copy Right By: a>
Sponsored By: MehrdaD Shokri-Nasab